Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile
Emal Pasarly

@emalpasarly

Editor, BBC Pashto TV @bbcpashto, @bbcworldservice. Fiction Writer. #bbcpashtotv. Views are my own. Rts not.

ID: 354365376

linkhttp://www.bbcpashto.com calendar_today13-08-2011 16:01:39

18,18K Tweet

25,25K Followers

682 Following

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

نه پوهېږم شاعر یې څوک دی خو دا څلوريزه مې خوښه شوه، نور خلک لاړ شي قلم واخلي کتابچه واخلي پښتون چې لاړشي د خپل ورور مرګ ته وسله واخلي هله به دلته کې سکون راشي او سوله راشي چې قلم لاسو کې پښتون او پښتنه واخلي.

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

کیسه په غږ کې. دا کیسه موبایل نومېږي په ۲۰۱۲ کال کې لیکل شوې، د نظامي صاحب په تخنیکي همکارۍ یې دلته او پر یوټیوب خپروم. که یې پر یوټیوب لیدل غواړئ ادرس یې دا دی، که هغه پاڼه مو درسره وڅارله نورې لنډې کیسې هم په غږ کې موندلی شئ. youtu.be/VgGRpiaDCN8?si…

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

نن برتانیا کې ټاکنې کېږي،اټکل دا دی چې یو بل ګوند به واکمن شي. دا ۱۴ کاله یو ګوند واکمن و خو پنځه مشران یې بدل شول نو اوسط یې درې کاله بولئ. که واکمن د واک بایللو ډار ونه لري په ولس مېچنې ګرځولی شي.یو ګوند او یو مشر که تل وي په ولاړو اوبو بدلېږي چې بالاخر بوی کوي

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

لنډه کیسه په غږ کې دا کیسه ارواښاد نصیر احمد احمدي ته ډالۍ شوې youtu.be/lM19BwMV2Co

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

نن د پاریس اولمپیک لوبې پیلېږي.فرانسه یې پر امنیت نژدې ۴۵۰ میلیونه ډالر لګوي. ۷۵ زره پولیس او پوځیان به لوبغاړي او لوبغالي ساتي، لوبې د مینې، ورورګلوۍ او ساعتتېرۍ لپاره وې خو د یوویشتمې پېړۍ له انسانه ډار لا هم د ډبرې د زمانې پکار دی. انسان دې خدای انسان لري. ته وا شي به؟

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

د کیسه لیکنې کورس کتاب نن په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شو. دا د کیسه لیکنې د یوه عملي کورس نوټونه او لارښوونې دي. د کیسو د تخنیکونو په تړاو د استاد اسدالله غضنفر، ارواښاد نصیر احمد احمدي او اجمل پسرلي ځینې عالي مقالې هم پکې دي. momandbooks.com

د کیسه لیکنې کورس کتاب نن په ننګرهار کې د مومند خپرندویې ټولنې له خوا چاپ شو. دا د کیسه لیکنې د یوه عملي کورس نوټونه او لارښوونې دي. د کیسو د تخنیکونو په تړاو  د استاد اسدالله غضنفر، ارواښاد نصیر احمد احمدي او اجمل پسرلي ځینې عالي مقالې هم پکې دي. 
momandbooks.com
Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

چې مـینه د انسان یې زړه کې نه شي ځایېدی له خدای سره د عشق پوچه دعوا یې یعنې څه؟ #غزلبڼ

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

د سولې په نړیواله ورځ دوه جنګ ځپلي هېوادونه د فوتسال په نړیوال جام کې یو بل ته په برخلیک ټاکونکې لوبه کې مخامخ دي. افغانستان له اوکراین سره بخت ازموي. سوله یوازې د سر خوندیتوب نه دی. ذهني، فکري ازادي لرونکې او د انتخاب حق لرونکې ټولنې په سوله کې وي. تاسو ته څرنګه؟

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

زما ناول ، پردی، د اکسفورډ بوک رایټرز خپرندویو له خوا په امازون پلورل کېږي. دغه ناول په پاکستان کې د افغان کډوال ژوند انځوروي .په وطن کې یې له کتابپلورنځیو موندلی شئ او د نړۍ لر او بر یې له امازونه په دغه پته موندلی شئ. Stranger amzn.eu/d/fFObO0I

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

د مارچ اتمه، د ښځو نړيواله ورځ ، د ښځو د لاسته راوړنو او له هغوى سره د روان نا انډول حالت د جوتولو لپاره لمانځل کېږي. یوه کاکړۍ ده: علم فرض په ښځې نر خلاصوه د مکتب ور

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

د ښکلي ذوق، ښکلي فطرت ، ښکلي احساس انسان ته جاهل ماحول کې له دردونو سېوا هېڅ نشته دى اشرف مفتون

Emal Pasarly (@emalpasarly) 's Twitter Profile Photo

د مومند خپرندویې ټولنې زما ناول « د شطرنج دانې» همدا نن چاپ کړی دی. په دې ناول کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دویمې دورې د کلونو کیسه ده. درکونه: ننګرهار مارکیټ،دویم منزل،پښتونستان واټ -جلال اباد اسحق زی مارکیټ لاندې پوړ - جلال اباد 0093781626161 0093777626161 0093700626161

د مومند خپرندویې ټولنې زما ناول « د شطرنج دانې»  همدا نن چاپ کړی دی. په دې ناول کې د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دویمې دورې د کلونو  کیسه ده. 
درکونه: 
ننګرهار مارکیټ،دویم منزل،پښتونستان واټ -جلال اباد 
اسحق زی مارکیټ لاندې پوړ - جلال اباد

0093781626161
0093777626161
0093700626161