Moska Sangar Niazay🇦🇫 (@moskaniazay) 's Twitter Profile
Moska Sangar Niazay🇦🇫

@moskaniazay

News Producer @afintlpa, Journalist, education, HR and women rights activist, poet. ex. RTA Pashto. 🇦🇫🇨🇦

ID: 897504674655457280

calendar_today15-08-2017 17:06:04

3,3K Tweet

239,239K Followers

499 Following

افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې فارس خبري اژانس د خبر له مخې، اسراییل په تهران کې د یو شمېر هدفونو پر وړاندې وروستیو بریدونو کې ۷۸کسان وژلي او ۳۲۹ نور یې ټپیان کړي دي. د وژل شویو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نشته. afintl.com/pa/202506131084

د ایران سپاه پاسداران پورې تړلې فارس خبري اژانس د خبر له مخې، اسراییل په تهران کې د یو شمېر هدفونو پر وړاندې وروستیو بریدونو کې ۷۸کسان وژلي او ۳۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.

د وژل شویو د هویت په اړه تر اوسه معلومات نشته.
afintl.com/pa/202506131084
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

رویټرز د ډېپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د جمعې په ورځ د اسراییل له‌خوا پر ایران د وروستیو بریدونو په تړاو بیړنۍ غونډه وکړي. afintl.com/pa/202506131506

رویټرز د ډېپلوماټیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن د جمعې په ورځ د اسراییل له‌خوا پر ایران د وروستیو بریدونو په تړاو بیړنۍ غونډه وکړي.
afintl.com/pa/202506131506
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

ایران‌اینترنشنل ته رسېدلي ویډیوګانې ښيي، چې په تېرو څو دقیقو کې په تبریز ښار کې یو ځل بیا څو چاودنې شوې دي. راپورونه ښي، دا په تېرو ساعتونو کې په تبریز کې د چاودنو دویم لړ دی، چې د اسراییل له‌خوا د ایران پر پوځي او امنیتي مرکزونو د بریدونو وروسته ترسره کېږي.

ایران‌اینترنشنل ته رسېدلي ویډیوګانې ښيي، چې په تېرو څو دقیقو کې په تبریز ښار کې یو ځل بیا څو چاودنې شوې دي.

راپورونه ښي، دا په تېرو ساعتونو کې په تبریز کې د چاودنو دویم لړ دی، چې د اسراییل له‌خوا د ایران پر پوځي او امنیتي مرکزونو د بریدونو وروسته ترسره کېږي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

پر ایران د اسراییل د پراخو بریدونو پیل وروسته، دغه هېواد د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپل ډېپلوماټیک دفترونه تړي. afintl.com/pa/202506139072

پر ایران د اسراییل د پراخو بریدونو پیل وروسته، دغه هېواد د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپل ډېپلوماټیک دفترونه تړي.
afintl.com/pa/202506139072
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

نیویارک ټایمز د اسراییلي چارواکو له قوله لیکلي، چې پر ایران برید له کلونو مخکې پلان شوی و. دغه ورځپاڼه د اسراییلي چارواکو له قوله زیاتوي، برید وروسته له هغه ترسره شو، چې د ایران د اټومي سایټونو، پوځي چارواکو او هستوي ساینسپوهانو په اړه استخباراتي معلومات راټول شول.

پر ایران د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ پوځي قوماندانان وژل شوي دي. په وژل شویو کې د سپاه پاسداران لوی قوماندان حسین سلامي او د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده نومونه هم شامل دي. afintl.com/pa/202506133738

پر ایران د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۰ پوځي قوماندانان وژل شوي دي. په وژل شویو کې د سپاه پاسداران لوی قوماندان حسین سلامي او د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده نومونه هم شامل دي.
afintl.com/pa/202506133738
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي، چې واشنګټن پر ایران د اسراییل له برید څخه له مخکې خبر و. هغه زیاته کړه: «دغه برید به د بازار لپاره ډېر ښه وي، ځکه چې ایران به هستوي وسلې ونه لري.» afintl.com/pa/202506136702

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي، چې واشنګټن پر ایران د اسراییل له برید څخه له مخکې خبر و.
هغه زیاته کړه: «دغه برید به د بازار لپاره ډېر ښه وي، ځکه چې ایران به هستوي وسلې ونه لري.»
afintl.com/pa/202506136702
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

خپرې شوې ویډیوګانې د نطنز هستوي مرکز کې پرله‌پسې چاودنې ښيي. د نطنز غني‌کولو مرکز د ایران په هستوي پروګرام کې یو مهم ځای دی، چې اسراییل پرې د جمعې په ورځ بریدونه وکړل. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو

افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې په منځني ختیځ کې له ناامنه سیمو هر څومره ژر چې کېدای شي ووځي. دغه وزارت ټینګار کړی، چې اتباع باید د خپل خونديتوب لپاره د سیمې له خطرناکو برخو فاصله واخلي. afintl.com/pa/202506130097

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې په منځني ختیځ کې له ناامنه سیمو هر څومره ژر چې کېدای شي ووځي.

 دغه وزارت ټینګار کړی، چې اتباع باید د خپل خونديتوب لپاره د سیمې له خطرناکو برخو فاصله واخلي.
afintl.com/pa/202506130097
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د ټولنیزو شبکو یوه کاروونکي دغه ویډیو خپره کړې، چې د اسراییلي بریدونو پر مهال د ویجاړ شوي برج مخامخ ودانۍ باندې د وینې نښې ښيي. دغه کاروونکی وايي، په تهران کې د اسراییلي برید له امله یو جسد بلې ودانۍ ته غورځېدلی. د ایران دولتي ټلویزیون خبریال هم مخکې دې پېښې ته اشاره کړې وه.

افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د اسراییل له خوا پر ځینو اهدافو د بریدونو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس سفیر د امریکا د ګټو د ساتنې دفتر د مسوول په توګه احضار کړی دی. afintl.com/pa/202506136391

د اسراییل له خوا پر ځینو اهدافو د بریدونو په ځواب کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سویس سفیر د امریکا د ګټو د ساتنې دفتر د مسوول په توګه احضار کړی دی.
afintl.com/pa/202506136391
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

په اسلام‌اباد کې د گلبرګ ګرینز سیمې څخه یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته د دغې ویدیو په رالیږلو وایي، چې پاکستاني پولیس د ویزې د نېټې د پای ته رسیدو په بهانه له کډوالو څخه باج اخلي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان حکومت د کډوالو د ویزې د اعتبار موده یوې میاشتې ته راټېټه کړې او

افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

خپره شوې ویډیو د لرستان په خرم اباد کې د امام علي په پوځي اډه کې چاودنې شیبې ښیي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو

افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د ایران د سپاه پاسداران نوی قوماندان محمد پاکپور د خپلې نوې دندې له پیل سره وویل، چې پر ایران بریدونه بې ځوابه نه پاتې کیږي او ډېر ژر به د اسراییل پر مخ د دوزخ دروازې پرانیستل شي. afintl.com/pa/202506139258

د ایران د سپاه پاسداران نوی قوماندان محمد پاکپور د خپلې نوې دندې له پیل سره وویل، چې پر ایران بریدونه بې ځوابه نه پاتې کیږي او ډېر ژر به د اسراییل پر مخ د دوزخ دروازې پرانیستل شي.
afintl.com/pa/202506139258
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به راتلونکې اوونۍ د اسراییل له‌خوا پر ایران د شوي برید په اړه یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي. دا ناسته د نړۍ د اټومي فعالیتونو څارنې لپاره مهمه ګڼل کېږي او ښايي د سیمې د امنیت پر وضعیت جدي اغېزې ولري.

د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به راتلونکې اوونۍ د اسراییل له‌خوا پر ایران د شوي برید په اړه یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

دا ناسته د نړۍ د اټومي فعالیتونو څارنې لپاره مهمه ګڼل کېږي او ښايي د سیمې د امنیت پر وضعیت جدي اغېزې ولري.
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ان‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران استازو ورسره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې لا هم د یوې موافقې (تړون) غوښتونکي دي. دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ سیاسي اړیکې لا هم ترینګلې پاتې دي.

د امریکا  ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ان‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې د ایران استازو ورسره تماس نیولی او ورته یې ویلي چې لا هم د یوې موافقې (تړون) غوښتونکي دي.

 دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ سیاسي اړیکې لا هم ترینګلې پاتې دي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ویلي، چې پر ایران د بریدونو د پای ته رسولو لپاره کوم مشخص مهال ویش نه شته. تر دې مخکې د اسراییل پوځ ویلي و، چې لا بریدونه پیل شوي دي او دا به څو ورځې یا هم اونۍ دوام وکړي. afintl.com/pa/202506131379

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ویلي، چې پر ایران د بریدونو د پای ته رسولو لپاره کوم مشخص مهال ویش نه شته. تر دې مخکې د اسراییل پوځ ویلي و، چې لا بریدونه پیل شوي دي او دا به څو ورځې یا هم اونۍ دوام وکړي.
afintl.com/pa/202506131379
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د ایران ولس ته په خطاب کې وویل: «زه غواړم تاسو ته ووایم، که په سمه توګه، په مسؤلانه ډول او په ګډه عمل وکړو، نو دا وړتیا لرو چې یو لوی بدلون رامنځته کړو.» afintl.com/pa/202506130867

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو د ایران ولس ته په خطاب کې وویل: «زه غواړم تاسو ته ووایم، که په سمه توګه، په مسؤلانه ډول او په ګډه عمل وکړو، نو دا وړتیا لرو چې یو لوی بدلون رامنځته کړو.»
afintl.com/pa/202506130867
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي، د جمعې په ماښام وویل چې موږ دا مهال د نطنز هستوي مرکز ته د اوښتو زیانونو ارزونه کوو. نطنز له هغو دوو اصلي مرکزونو څخه دی چې په ایران کې د یورانیمو د غني‌لپاره لپاره کارول کېږي، او په تېرو ساعتونو کې لږ تر لږه دوه ځلې اسراییل پرې

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي، د جمعې په ماښام وویل چې موږ دا مهال د نطنز هستوي مرکز ته د اوښتو زیانونو ارزونه کوو. 
نطنز  له هغو دوو اصلي مرکزونو څخه دی چې په ایران کې د یورانیمو د غني‌لپاره لپاره کارول کېږي، او په تېرو ساعتونو کې لږ تر لږه دوه ځلې اسراییل پرې
افغانستان انټرنشنل - پښتو (@afintlpa) 's Twitter Profile Photo

په دې وېډیو کې د تبریز د پتروشیمي فابریکې په شاوخوا کې د لوګي پورته کېدل ښکاري. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو